د امريکا او روسيې ګډه اعلاميه: د طالبانو اسلامي امارت په رسميت نه پېژنو او نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کې بيا د امارت راتګ د منلو نه دی 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو او روسيې حکومتونو په يوې ګډې اعلامي کې ويلي دي چې دغه دوه دولتونو ته په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت په رسميت نه پېژني. 

د دغه اعلاميې په څلورمه ماده کې ويل شوي  دي، چې نړيواله ټولنه د طالبانو اسلامي  امارت په رسميت نه پېژني او همدا ډول په راتلونکي کې  بیا ځلې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت منځ ته راتګ ورته د منلو وړ نه دی. 

د دغه مادې په دويمه ماده کې ويل شوي دي چې د امريکا متحد ايالت او روسيه به ګډه د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغان ډلو ترمنځ د سولې په خبرو کې همکاري کوي. 

د اعلاميې په يوې بلې مادې کې راغلي دي چې افغانان بايد ژر تر ژره بين الافغاني خبرې پيل کړي او ښکېل لوري د بنديانو د خوشي برخه کې اقدامات وکړي.