تر کيې سره پر پوله؛ کډوالو او يوناني امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، له تېرې دوه اوونيو ترکيې اروپا او په ځانګړې ډول يونان سره خپله پوله د هغه کډوالو پر مخ پرانېستله چې اروپا ته د تګ هڅه کوي. 

د ترکيې حکومت دغه پريکړې لسګونه زره کډوالو ته دا چانس په لاس ورکړ چې اروپا ته په يون شي. يونان د کډوالو د مخنيوي په پار د ترکيې او يونان ترمنځ ګډې پولې ته ځواکونه لېږلي. 

تازه يوناني پوځيانو پر کډوالو ډزې کړې دي او ترمنځ يې نښته رامنځ ته شوې ده. ويل کيږي چې يوناني پوځيانو له کډوالو سره ناوړه چلند کړی چې د بشري حقونو فعالينو غبرګونونه يې راپورته کړي دي.