روهي (نۍ/۱۷ د کب)، له چين خپور شوي کرونا وژونکي ويروس نړۍ کې تر يو لک کسان نېولې دي. وروستۍ شمېر ښيي چې په نړيواله کچه له سل زره ډېر کسان په دې ويروس اخته شوي دي.
کرونا ويروس د نړۍ ۹۲ هېوادونو ته رسېدلی دی. د روغتيا نړيوال سازمان په دې اړه ژوره اندېښنه ښوودلې او د نړۍ له حکومتونو يې غوښتي دي، چې بيړني اقدامات وکړي.
د څه د پاسه سل زره کسانو ککړېدو ترڅنګ کرونا ويروس ۳۵۰۰ کسان مړه شوي هم دي. د ککړو کسانو او وژل شوي ډېر شمېر په چين کې دی.
د نړۍ د ۹۲ هېوادونو په نوملړ کې افغانستان هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تېره ورځ د افغانستان عامې روغتيا وزارت وويل چې هرات کې د کرونا ويروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
وروستي