ولسمشر غني: افغان حکومت طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو دی 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د دويم کال رسمي پرانېسته وکړه. دغه ناسته کې د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو او ولسي جرګو رئيسانو، غړو او يو شمېر حکومتي او سياسي کسانو برخه اخېستې وه. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپلو خبرو کې وويل چې د حکومت مرکچي ډله له طالبانو سره د سولې په پار بين الافغاني خبرو ته چمتوالی لري. نوموړي يو ځل بيا په خپلو خبرو ټېنګار کړی چې د بنديانو د خوشي کېدو مساله بايد د سولې خبرو د پيل لپاره شرط نه شي. 

ولسمشر غني ويلي چې نه غواړي طالب بنديان په زندانونو کې پاتې شي، دوی بايد په يو رڼو او مشروع بهير کې ازاد شي. ولسمشر محمد اشرف غني زياته کړې ده چې د بنديانو پر خلاصون د بين الافغاني خبرو پر مهال خبرې کېدای شي. 

تېره اوونۍ د ولسي جرګې منشي رسنيو ته ويلي وو چې ولسمشر غني د يو مکتوب له لارې د ولسي جرګې  د کاري کال د پرانېستې د ځنډو غوښتي وو، خو ولسمشر نن په رسمي ډول د ولسي جرګې د دغه دورې دويم کال پرانېست.