انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛  ټافل ازموينې کې د لېکنې (Writing) درس (۱- برخه)

په ټافل ازموينه کې لېکنه (Writing) څلورمه او وروستۍ برخه ده. ټافل ازموينه کې د لېکنې برخه په دوه فرعي برخو وېشل شوې ده. 

- integrated task: دغه برخه کې يوه يوه علمي مقاله لوستل کيږي او بيا په دې اړه يو علمي درس اورېدل کيږي چې بيا د علمي لېکنې او وړاندې شوي لېکچر يا درس دواړه په اړه يوه علمي مقاله لېکل کيږي. 

- independent persuaive eassay: دغه برخه کې يوه علمي مقاله پرته له نورو سره د تړاو لېکل کيږي. هر کله چې د ليکنې برخه شروع کيږي، نو ازموينه وروکونی کس بايد غوږۍ لېرې نه کړي، ځکه په integrated task کې يو لېکچر لورېدل کيږي او بيا پرې مقاله لېکل کيږي. 

ټافل ازموينه کې د لېکنې (Writing) برخه کې لاندې مهمې سټراټېژۍ (Strategies): 

Strategy 1: لومړی مو خپل فکرونه منظم کړئ Organize your thoughts first. 
د فشار پر اساس ځيني زده کوونکي تر فشار لاندې راځي. د وخت د کمښت پر اساس بايد په يو وخت کې هم  فکر وشي او لېکنه تر سره شي. دغه چاره تر يو بريده؛ چې هم فکر کوئ او هم لېکنه کوئ ستونزمنه ده خو تمرين ته اړتيا لري. 

ښه خبره دا ده چې خپلې نظريې مو په لنډ ډول په يوې ټوټې ولېکئ. نوټ لېکلو ته له درېيو تر څلورو دقيقو ډېر وخت مه ورکوئ. په يو لېکنه کې مهمه برخه د پرګرافونو منظم  کول دي. هر پراګراف يوه ځانته موضوع تشريح کوي او  topic sentence لري چې اصلي موضوع په کې وړاندې کيږي. له topic sentence وروسته د يو پرګراف پاتې برخه مالومات، دليلونه، بېلګې، پرتلې، توپيرونه او نور وړاندې کوي. 

له ځان پوښتنه وکړئ، چې  د هر پرګراف موضوع څه ده او کوم نور مالومات بايد په هر پرګراف کې د topic sentence وروسته ولېکل شي؟ 

Strategy 2: داسې کلمې وکاروئ چې ورسره بلد وئ Use familiar vocabulary. 
اړتيا نشته چې د ټافل ازموينې د لېکنې برخه کې ډېر پيچلي او مغلق لغات استعمال کړئ. هغه کلمې استعمال کړئ چې تاسې يې په راحتۍ په ورځني ډول کاروئ. د املا پر اساس مشکلو او اوږدو لغاتو ډېر فکر مه کوئ، وخت ټاکلی وي نو پر ځای  يې اسان  او مترادف لغات استعمال کړئ. 

دغه برخه کې لاندې دوه بېلګې  وګورئ. لومړۍ يې په پيچلو او سختو لغاتو لېکل شوې ده او دويمه يې په ساده او نارمل لغاتو لېکل شوې ده. د انګلېسي ژبې د يو عادي زده کوونکي په ډول تاسې ته په کار ده چې د دويم مثال په ډول لېکنه وکړئ. 

لومړۍ بېلګه: 


The reading passage discusses Greenpeace and its presentational methodology of political protestation. According to the writer, Greenpeace desires global perceptiveness and has used theatricality  in its eventfulness to increase the attentiveness of the population.


دويمه بېلګه:


The reading passage discusses Greenpeace and how it organizes political protests. According to the writer, Greenpeace wants to be seen by people around the world, and uses theatrical events to get their attention.  


نور بيا په دويمه برخه کې......