سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز خپل کشر ورور او وراره زندان ته واچول

روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز خپل ورور شهزاده احمد بن عبدالعزيز او د ورور زوی محمد بن نایف د کودتا د پلان او د شاهي حکومت سره د سياسي مخالفت پر اساس زندان ته اچولي دي.

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ رسنيو ته ويلي دي چې د پاچا ورور او وراره د يوې سياسي کودتا پلان درلود او د وليعهد محمد بن سلمان سره يې د واک پر سر سياسي مخالت درلود. 

محمد بن سلمان چې د اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزيز زوی دی او په ۲۰۱۷ کال کې د شعودي عربستان د وليعهد په توګه معرفي شوی دی، د خپل تره زوی  محمد بن نایف سره د واک پر سر سياسي اختلاف لري. هغه وخت چې محمد بن سلمان د سعودي عربستان وليعهد اعلان شو  محمد بن نایف يې مخالفت کړی وو. 

عربي رسنيو ليکلي دي چې د شهزداه احمد بن عبدالعزيز او شهزاده  محمد بن نایف نېونه به سعودي عرستان کې غبرګونونه راپورته کړي او دا د سعودي عربستان شاهي کورنۍ لپاره  په کور دننه سرخوږی دی.