افغانستان کې د کرونا ويروس درې نوې مثبتې پېښې هم ثبت شوې 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په کرونا د ککړو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد. وزارت ويلي دي چې په هرات ولايت کې د کرونا وژونکي ويروس درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار رسنيو ته ويلي دي چې درې نوې پښې  هرات ولايت کې ثبت شوې دي، چې په دې سرره يې شمېر څلورو ته ورسېد. 

مايار ويلي چې تازه په ټول هېواد کې  د کرونا ويروس ۳۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې يې ۳۳ منفي او ۳ مثبتې ختلې دي. 

هرات کې هر ډول ګڼيزې را ټولېدنې بند شوي دي او همدا ډول ښوونځي، پوهنتونونه، زده کړيز  مرکزونه او کورسونه تړل شوي دي. 

عامې روغتيا وزارت ويل شوي دي چې په کرونا ککړ کسان په ځانته خونه يا Isolation Ward کې تر درملنې لاندې دي.