د امريکا په پنځو ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو په پنځو ايالتو کې د کرونا وژونکي ويروس د مخنيوي په پار بيړنی حالت اعلان شوی دی. بيړنی وضعيت په مرېلنډ، کالفورنیا، فلورېډا، واشنګټن او هاوای ايالتونو کې اعلان شوی. 

امريکا کې کرونا  ويروس تر اوسه ۱۲ کسان وژلي دي چې ۱۱ يې په پلازمېنې واشنګټن او يوازې يو بل کس له واشنګټن بهر مړ شوی. 

د متحدو ايالتو ه پورته پنځو ايالتو کې د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. تر تېرې ورځې په امريکا کې د کرونا ويروس د مثبتې پښو شمېر له ۲۰۰ واوښت. 

ولسمشر ټرمپ دغه ويروس سره د مبارزې لپاره اته مېلېارده او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر بودجه ځانګړې کړې ده. 

هلته روغتيايي چارواکي وايي چې هغه روغتونونه او لابرارتورونه چې د کرونا ويروس معاينه او درملنه په کې کيږي، پر مختللو وسايلو سمبال کړي دي.