روهي(نۍ/۱۷ د کب)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته ښايي طالبان پر افغان حکومت غالب شي. ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له ځانه د افغان حکومت د دفاع په اړه وویل: "نه پوهېږم. باید ووینو څه به پېښ شي.
ښاغلي ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په پای کې به طالبان بیا واک ته ورسېږي، وویل: "باید داسې ونه شي، خو امکان لري.د امریکا ولسمشر وویل، امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې وه او شل کاله نوره هلته نه شي پاتېدلی. پخپله افغانان باید خپل ځانونه وساتي.
نوموړي د تېرې سې شنبې په ورځ په د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره، چې په قطر کې دی، ټیلیفوني خبرې وکړې چې وروسته یې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "د طالبانو له مشر سره یې ښې خبرې" لرلې.
وروستي