ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره وکتل

روهي (جمعه/۱۶ د کب)، افغان  محمد اشرف غني، نن ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ولسمشرۍ ماڼۍ  کې وکتل.

په دې کتنه کې، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو او همداراز د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم د مذاکراتو پیل په اړه بحث وکړ.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره  شوې وو چې ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره لېدنه رد کړې  خو ولسمشرۍ ماڼۍ به ياد راپورونه ناسم بللي وو.