تونس کې د امريکا سفارت مخې ته ځانمرګی بريد شوی

روهي (جمعه/۱۶ د کب)، د تونس دولتي رسنيو ويلي دي چې د دغه هېواد پلازمېنه کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت پر وړاندې ځانمرګی بريد شوی دی. چارواکي وايي چې بريد موټرسايلک بم وو. 

دغه بريد کې بريدګر وژل شوي او همدا ډول د يو ولسي وګړی او څلور امنيتي کسان ټپيان شوي دي. د تونس حکومت دغه پېښه جدي نېولې او د حکومت کابينه ناسته يې رابللې. 

د امريکا سفارت د پېښې د تائيد ترڅنګ له خلکو غوښتي دي چې د سفارت شااوخوا سيمې ووځي.