روهي (جمعه/۱۶ د کب)، نن غرمه د کابل لوېدېځه برخه برچي دښته د عبدالعلي مزاري په نوم څلور لارې کې د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړينې ۲۵ کليزې ياد غونډه جوړه شوې وه چې تر وسله وال بريد لاندې راغله.
بريد هغه وخت رامنځ ته شو چې د سولې عالي شورا مشر محمد کريم خليلي وينا کوله. د نوموړي د وينا پر مهال ډزې پيل شوې او ده ناسته پرېښوده.
دغه ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد محقق، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، صلاح الدين رباني او يو شمېر نورو سياسي څېرو برخه اخېستې وه.
د ننني بريد په اړه وروستي جزئيات ښيي چې ۳۲ کسان په کې وژل شوي دي او ۶۱ نور په کې ټپيان شوي دي. سرچينې وايي چې وژل شوي او ټپيان ډېر غيرې پوځي کسان خو د غونډې ګډونوال وو.
طالبانو په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي او تر اوسه کومه بلې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
وروستي