د ولسمشر غني او عبدالله ټيمونو ترمنځ مذاکرات: عبدالله ډله؛ زمونږ اصلي غوښتنه د ټاکنو اعلان شوې پايلو لغوه کول دي 

روهي (جمعه/۱۶ د کب)، له تېرو دوه ورځو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټيم او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم ترمنځ د ټاکنو کړکېچ په اړه خبرې روانې دي. 

د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې د څارونکو مشر فضل احمد معنوي وايي چې د دوی ډلې اصلي غوښتنه د ولسمشريزو ټاکنو د اعلان شوې پايلو لغوه کول دي. 

نوموړي په دې اړه يوې خبري ناستې ته ويلي، "دوه لارې شته یوه دا چې د شکایاتو کمېسیون له لوري ټولو شکایتونو ته د نړېوالو څارونکو پر وړاندې بیا کتنه وشي، او یا دا چې سره له ټولو درغلیو د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټولو امکاناتو به نظر کې نیول سره د ټاکنو دویم پړاو لپاره چمتوالی ونیول شي."

په دغه خبرې کوونکي پلاوي کې د ولسمشر غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش؛ او همدا ډول د ثبات او همپالنې له ټيم اسدالله سعادتي، عنایت الله بابر فرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح برخه لري. 

دغه ناستې د هېواد د بهرنیو چاور وزارت په مېلمستون کې تر سره شوې او ټاکل شوې ده چې راتلونکې ناسته سبا جوړه شي.