کابل کې د عبدالعلي مزاري د مړينې د یاد غونډې پر مراسمو د بريد په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون 

روهي (جمعه/۱ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل  برچي دښتې سيمه کې د عبدالعلي مزاري د مړينې پر ياد غونډې نننی بريد غندلی او د ملي یووالي ضد جنایت  يې بللی. 

له ارګه په خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي، "د افغانستان دښمنانو نن له غرمې مخکې د ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو د برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل." 
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلاميه زياتوي، "«په ولسي غونډه دغه برید، د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد جنایت دی.» تروریستان په دې ډول بریدونو د ظلم پر وړاندې د افغانستان د خلکو عدالت غوښتونکې مبارزه له تاریخ څخه نشي محوه کولی."

د هېوا ولسمشر امنيتي ځواکونو ته د پېښې د پلټنې او د هېواد روغتيايي کارکوونکو ته د ټپيان په درملنه کې د بيړنو اقداماتو لارښوونه کړې ده.