افغان کرېکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته ماته ورکړه

روهي (جمعه/۱۶ د کب)، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه ايرلند ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه. د باران له امله نننۍ لوبه دغه شل اوريزه لوبه پنځلسو اورونو ته را ټېټه شوه. 

په افغان لوري کې راشد خان وکولی شول چې په  په ۲۲ منډو يې د ايرلنډ درې لوبغاړي وسوځوي او همدا ډول دوه نورو افغان لوبغاړو  مجيب ځدراڼ او شاپور ځدراڼ يوه يوه وېکته واخيسته.

د توپ وهنې په برخه کې رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي په ۵۴ منډ وکړې خو  اصغر افغان او کريم جنت ژر رن اوټ شول او بيا د نجيب الله ځدراڼ او سميع الله شينواري ملګرتيا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله.

نجيب الله ځدراڼ ناسوځېدلې ۴۲ منډې وکړې. پر ده سربېره سميع الله شينواري ۲۸، رحمان الله ګوربز ۲۸ او حضرت الله ځاځي ۲۳ منډې وکړې.