په هغه کلي کې چې مونږ اوسیدلو د لغمان ولایت د استانې بابا زیارت، اخوند کلی او باغمرزا د کلو په مرکزیت کې یې موقعت درلود چې د ملاصفت دکلي په نامه یادیده او دشلو کورنیو په شاوخوا پکې هستوګنه درلوده.
د کلي اوسیدونکي پاک زړي او با دیانته خلک وه چې د ټولو یومشترک جومات وه.
جومات ته به دکلي سپین ګیري ، ځوانان او هلکان د لمانځه لپاره راتلل دجومات ملا به دکلي خلکو ته د جمعې دلمونځونو د ادا کولوڅخه برسیره د کلی هلکانو اوماشومانو ته هرسهاردقاعده یی بغدادي الفبا، پنج کتاب، قرانکریم، قدري ، تفنګسایه، تفسیر، ګــلستان، او د نور دیني کتابونو تدریس کاوه.
دکلي خلکو ساده او بې الایشه ژوند درلوده ،په ورځنۍ کارونوکی رښتینولی او صداقت مهم اصل ګنل کیده او په ستونزو کې به یې یود بل لاس نیوی کاوه، خو کله به بیا یو نیم داسې مکاره هم پیدا شو چې دکلي ټول اوسیدونکي به ورسره په عذاب وه.
زمونږ سره لکه د کلي د نورو اوسیدونکو په څیر د کلیوالو مروده او راشه درشه ښه وه، ټولو به زمونږ مورنۍ نیا ته ادې او نیکه ته د بابا خطاب کاوه.
زمونږ په کلي کې یوه سپین سرې ښځه وه چې د «هوا مور» یا بي بي هواپه نامه یادیدله چې دکلي خلکو به ورته دجلیل مور هم خطاب کاوه.
د کلي دجلیل مورچې د ژوند سړې تودې ډیرې لیدلې وې او په کلیوالي ژوند کې د ښو تجربو خاونده وه ، سر به یی مدام په تورې پټی تړلی وه او توری جامی به یی په تن کولې ،هغه به کله کله زمونږ کور ته راتلله. هغې به د هلکانو د درملنې لپاره ښې ټوتکې درلودلې. دبې ځـایه اومات شوو لاسونو او پښو د جوړولو په برخه کی یې پوره مهارت درلوده او په دغه برخه کی دښه شهرت او تجربو خاونده وه.
هغه به کله چې د کلا انګړ ته راننوتله، هلکان به دهغې سره د سلام ورکولواو روغبړ وروسته تری چارپیره کیناستل، د جلیل موربه هم هلکان نازول هغې به دچا سر دماوه اود چا د بې ځایه شوي لاس یا د پښو ګوتوته ماساژ ورکاوه، هغه داسې چې یوڅه مالګه به یی په ګرمواوبــوکی ښه حل کړه، بیا به یی ورو ورو بی ځایه شوی ځای به په مالګینې اوبو مینځه او بیا به یې په دواړه لاسونو مساژ ور کاوه چې په همدی ډول به یی په پوره مهارت سره په ځای کوه. د جلیل مور په همدی کار کې په شاوخوا کلو او بانډو کې خورا ښـه شهرت پیدا کړی وه او خلک دلرې ځایونو څخه ورته دمعالجې لپاره راتلل.
زمونږ په کور کې هم لکه د نورو کلیوالو کورنیو په څیر دمیلمه ښه درناوی او پالنه کیده، میلمه ته به برسیره پر هغه څه چې په کور کي معمول وه اضافي خوراک او څښاک هم برابروه اود میلمه مخې ته به یې ایښودل کیده خو که میلمه به موړ وه نو دخوږو تورو او شنو چایو څښل به حتمی خبره وه، چې زمونږ په کلو او بانډو کې د چای سره د بورې او نورو خوږو تر څنګ د ګوړې او پتاسو رواج هم معمول وه.
د کلي دهلکانو سره تعامـل دا وه هرچا چې به څاروي پیولو ته بیول د مستو ککړه او دکوچکوځګ به په سبا ناري کې حتمي خبره وه، نوهلکانو به کوشـش کاوه چې سبا د وخته دخوبه پاڅیږي اوڅاروي پیولو ته بـوزي ځکه چې دمستو ککړه اودکوچو ځګ په سبا ناري کې ځانله خوند او مزه درلودله۰
زمونږ دعمر هلکان شپږ اوه میله لرې ښوونځۍ ته تلل، زمونږکلیوالي ښوونځۍ چې تر دریم صنف پورې یې شاګردان روزل دحیدرخانیود کلي په جومات کـې موقعیت درلود او استـاد شیر احمد د دې کلیوالي ښوونځۍ ښوونکی وه.
وروستي