هغه ځوان چې د ایسکریم څټلو له امله بندي او جریمه شو

روهي(جمعه/۱۶ د کب)، امریکا کې یو ځوان له دې کبله ۳۰ ورځې بندي شوی، چې یو ایسکریم یې راخیستی، څټلی او بېرته یې پر خپل ځای ایښی.پر انډرسن شپږ میاشتې تعلیقي بند هم ختلی، سل ساعته به بې مزدورۍ کار کوي او د ایسکریم دغه پلورنځي ته به زر ډالر جریمه کېږي.دا پېښه د تېرې اګسټ میاشتې پر ۲۶مه د هوسټن ښار په ختیځ کې شوې ده.
 
د انډرسن له وېډیو یوه میاشت وروسته په یوه بله وېډیو کې د ټکساس ایالت ولمارټ په یوه پلورنځي کې یوه نجلۍ ایسکریم څټي او بیا یې په یخچال کې ږدي. په دې قضیه کې، دا نجلۍ، چې تر ۱۸ کلونو یې عمر کم دی، پر دې مهال دا ایسکریم نه پېري. د نوموړې د ایسکریم څټلو دا وېډیو تر ۱۳ میلیون ځله ډېره لیدل شوې ده.
 
د ۲۴ کلن ډاډریان انډرسن دا وېډیو پر خواله رسنیو په تېره اګسټ میاشت کې خپره شوې ده.په پلورنځي کې د څار کامرو ښودلې چې نوموړی له یخچال یو ایسکریم را اخلي او بیا یې پېري.پر انډرسن شپږ میاشتې تعلیقي بند هم ختلی، سل ساعته به بې مزدورۍ کار کوي او د ایسکریم دغه پلورنځي ته به زر ډالر جریمه کېږي.