د پاکستان کراچۍ کې پنځه پوړیزه ودانۍ رالوېدلې ده چې ۱۸ کسان پکې وژل شوي

روهي(جمعه/۱۶ د کب)، د پاکستان کراچۍ ګولیمار نومي سیمه کې د زیارت ورځې غرمه یوه پنځه پوړیزه ودانۍ پر دوو نورو ودانیو رالوېدلې ده، چې لږترږله ۱۸ کسان پکې وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.د سیند ایالت لومړي وزیر مراد علي شاه په دې پښېې خپګان ښودلی او له اړوندو چارواکو یې په دې اړه بشپړ رپوټ غوښتی دی.وړاندې هم په کراچۍ کې دې ته ورته لوړه ودانۍ رالوېدلې چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
په وژل شویو کې دیارلس ښځې او درې ماشومان هم دي. له پېښې وروسته سیمې ته مرستندویه ډله رسېدلې، خو له کنډوالو څخه په بشپړه توګه مړه شوي او ټپیان لا نه دي را ویستل شوي او ښايي تر خاورو لاندې نور کسان هم وي.
 
دا پنځه پوړیزه ودانۍ پر څلوېښت ګزه ځمکه جوړه شوې وه او څښتن یې غوښتل یو بل پوړ هم پرې جوړ کړي، د شپږم پوړ ودانیزې چارې روانې وې چې ودانۍ راولوېده. دا ودانۍ پر دوو نورو ودانیو رانسکوره شوې ده. په کراچۍ ښار کې ډېری ودانۍ په ناقانونه او غیر معیاري ډول جوړې شوې دي.