کابل کې د عبدالعلي د مړينې ۲۵ تيلن په مراسمو د بريد وروستي مالومات

روهي (جمعه/۱ د کب)، څو شيبې وړاندې د کابل ښار لوېديځه برخه مزاري څلولارې کې د عبدالعلي مزاري د مړينې  د ۲۵ کليزې لمانځ غونډه نېول شوې وه، چې پرې بريد شوی. 

لومړني مالومات ښيي چې ډزې او هغه وخت رامنځ ته شوې دي چې محمد کريم خليلي غونډې ته وينا کوله. د نښتې د تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي خو ويل کيږي چې  اوس هم ډزې روانې دي. 

دغه غونډې ته ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد کريم خليلي، محمد محقق او يو شمېر نورې  سياسي څېرې هم ورغلې وې. 

دغه خبر به بشپړ شي.....