د وېنزوېلا ولسمشر: هره ښځه د شپږ ماشومان وزېږوي

روهي(جمعه/۱۶ د کب)، د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مډورا د مارچ اتمې ته په اشارې، چې د ښځو له نړېوالې ورځې سره برابره ده ویلي دي، دا اوونۍ د مېرمنو ده او هره ښځه باید د خپل هېواد لپاره د شپږو بچیو د زېږولو پریکړه وکړي. یونیسف ویلي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو په منځ کې د دې هېواد ۱۳سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وو.د حکومت او مخالفینو ترمنځ د واک پرسر جنجال هم ستونزې او ننګونې ډېرې کړې دي.
 
ښاغلي مډورا د مېرمنو د روغتیا په اړه د یوې تلویزیوني وینا پر مهال د خپل هېواد له مېرمنو وغوښتل چې "بچي نړۍ ته راوړئ، بچي نړۍ ته راوړئ او بچي نړۍ ته راوړئ.وېنزوېلا اوسمهال له اقتصادي بحرانه کړېږي چې دا هېواد یې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ کړی دی.
 
د وېنزوېلا د حکومت مخالفینو مشر خوان ګوایدو پلویانود مډورا دې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی.د دې هېواد د ولسي جرګې غړي مانوېلا بولیوار ویلي، روغتونونه بد حالت کې دي، واکسینونه نشته، ښځې نشي کولی خپلو بچو ته شېدې ورکړي او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي. خو د مډورا له دې خبرو ښکاري چې دی او رژیم یې رواني ستونزه لري.