د کورونا ویروس له امله د ایراني چارواکو مړینه

روهي(جمعه/۱۶ د کب)، په سوریه کې د ایران پخوانی سفیر حسین شیخ الاسلام او د قضاییه قوې مرستیال مشر علي خلفي د کورونا وېروس له کبله مړه شوي. همدارنګه، د ایران پارلمان کې یوه استازې فاطمه رهبر هم د دې وېروس له کبله بېهوښۍ کې ده. د ایران اسلامي معارف مدرسو په نامه سازمان د عامه اړیکو مشر احمد خسروي هم د کورونا وېروس له کبله مړ شوی و. د ایران قضاییه قوې اړوند خبري اژانس میزان په یوه خبرپاڼه کې د علي خلفي د مړینې غمشریکي ښودلې وه.
 
خسروشاهي واتیکان کې د ایران پخوانی سفیر هم تېر شوی چې بالاخره دغه ۸۱ کلن ایرانی چارواکی هم په مسیح دانشوري روغتون کې مړه شوی. د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د کورونا وېروس په چټکۍ مخ په خورېدو دی. تازه شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې زره تنه پر کورونا وېروس اخته دي. د ایران د روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له امله تر اوسه ۱۰۷ تنه مړه شوي دي خو د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د مړو شمېر ۱۲۶ تنه ښودلی دی.
 
وړاندې ایراني رسنیو په سوریه کې د ایران د پخواني سفیر او د ایران د محمد جواد ظریف پخواني سلاکار حسین شیخ الاسلام د مړینې خبر هم خپور کړی و چې ویل کېدل په کورونا (کووید-۱۹) وېروس اخته شوی و.