روهي(جمعه/۱۶ د کب)، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي هره ورځ له ایرانه د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ کډوال له ایرانه افغانستان ته راځي. په تهران کې افغان سفیر عبد الغفور لیوال شاوخوا لس ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو له چارواکو سره لیدنه کې غوښتنه کړې وه چې په زوره د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ بنده کړې چې "ایراني چارواکي وايي قانوني سند نه لري. افغان سفیر وايي که څه هم دوی ته د رد ځواب نه دی ورکړل شوی خو په دې برخه کې د ایراني چارواکو لخوا عملي ګامونه نه دي پورته شوي.
په تهران کې افغان سفیر عبد الغفور لیوال د افغانستان په سرحدي ولایتونو چارواکو شکایت درلود چې له ایرانه د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ په ډیر لوړ کچ روانه ده، نو "ځکه تماسونه روان دي او هیله لرو چې ایراني چارواکي د ستونزې څرنګوالی په نظر کې ونیسي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی
ښاغلی لیوال وايي ایرانې چارواکو ډاډ ورکړی چې افغان کډوال لکه د ایرانیانو او یا نورو بهرنیانو په څېر له ټولو روغتیايي اسانتیاوو ګټه اخستلی شي. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو سره خبرو کې دا شمېر د اندېښنې وړ بللې او له امنیت شورا یې غوښتنه کړې ده چې له ایراني چارواکو وغواړي چې د کډوالو د ستنولو دا بهیر بند کړي.
وروستي