روهي(جمعه/۱۶ د کب)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، افغان حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو لپاره عملي ګامونه پیل کړي، او ټولې خواوې پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت را رسېدلی دی. ښاغلي پومپیو افغان حکومت او طالبانو ته په اشارې وویل، امریکا به ستاسې تر څنګ ولاړه وي او ملاتړ به مو کوي، خو دا فرصت مه ضایع کوئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې جنایي محکمې هغه پرېکړه هم وغندله چې له مخې یې ښایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د بشر ضد جرمونو په تړاو څېړن پیل کړي. نوموړي ټينګار کړی چې په تېرو دوه ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو وړ نه دي، او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړای شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې د طالب بندیانو د خوشي کولو واک له افغان حکومت سره دی، او پر دې موضوع به طالبانو سره مخامخ خبرو کې بحث کېږي.خو وسله وال طالبان وایي، د دې خبرو له پیلېدو وړاندې باید د دوی هغه پنځه زره بندیان خوشي شي چې دا مهال د افغان حکومت په زندانونو کې دي.
وروستي