ډاکټر عبدالله: يوازې دا ځل نه بلکې درې ځلې په تېرو ټاکنو کې هم ولسمشر وم 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طلوع نيوز سره په خپلې تازه مرکې کې ويلي دي، چې يوازې دا ځل ولسمشريزو ټاکنو کې نه بلکې درې ځلې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم د هېواد ولسمشر وو. 

نوموړي ويلي  دي چې دوه ولايتونو ته يې واليان معرفي کړي دي او د پنجشير والي ورڅخه ملاتړ کړی دی خو که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي نو د نورو واليانو ټاکنه به هم وکړي. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې هيله لري نړيوال همکاران او کورني سياستوال به د دغه کړکېچن وضعيت لپاره يوه حل لار پيدا کړي. عبدالله عبدالله ويلي دي چې که چېرې کړکېچ حل نه شي نو د لوړې مراسم تر سره کوي. 

عبدالله عبدالله  د خپلې لوړې ځانګړې نېټه نه ده څرګنده کړې ده او وايي چې په دې تمه دی ترڅو دغه څلورو ورځو کې مشکل حل شي. ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي  دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو مشرانو په هڅو د بحران د حل هڅې روانې دي.