عبدالله عبدالله او ولسمشر غني په يوه ورځ خو په جلا - جلا ناستو کې د ولسمشرانو په توګه لوړې کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د ټاکنيزو کړکېچونو په ترڅ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اوس مهال د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرانو په توګه د لوړې مراسم تر سره کوي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته پوره چمتوالی نېول شوی دی او ټاکل شوې ده چې د همدې روانې کب میاشتې په ۱۹ نېټه به ولسمشر غني د بيا ځلې ولسمشر په توګه لوړه کړي. 

د ولسمشر مرستيال وياند لطیف محمود رسنيو ته ويلي دي چې اوس مهال دوی د کورنيو او بهرنيو مېلمنو په نوملړ باندې کار کوي. 

بيا له بلې خوا د اجرائيه رياست مرستيال وياند امید میثم رسنيو ته ويلي دي چې دوی هم د ټول - ګډونه حکومت د ولسمشر په توګه د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم تر سره کوي. 

که څه هم يو شمېر افغان سياستوالو د افغانستان ټاکنيز کړکېچ د حل په پار لېدنې تر سره کړې خولا تر اوسه هم دغه کړکېچ پای ته نه دی رسېدلی.