ظریفه غفاري ته د زړورو ښځو جاېزه ورکړل شوه

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)،د مېدان ښار ښاروالې مېرمن ظریفه غفاري ته د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خوا د زړورو ښځو جاېزه ورکړل شوه. جاېزې د روکړې په مراسمو کې  د متحدو ايلتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د متحدو ايالتو لومړۍ ميرمنې برخه درلوده. 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هر کال د زړورو ښځو جاېزه هغه ښځو ته ورکوي، چې په خپل هېواد کې یې د سولې تامین، عدالت، بشري حقونه، جنسیتي برابروالی او د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي.

متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت دغه جاېزه په دې پار مېرمن ظریفه غفاري ته ورکړې ده چې   د شته تهدیدونو او د ښځو پر وړاندې د محافظه کارانه نظر شتون چې مېرمنې رهبري نشي کولی غلط ثابت کړ.