سوريه کې د روان پوځي کړکېچ په اړه ولسمشر پوتين او رجب طيب اوردغان  سره ولېدل

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)،  د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان او ولادميير پوتين سوريه کې د روان پوځي کړکېچ په اړه سره وکتل. سوريه کې نېږدې له تېرې يوې مياشتې د سوريې او ترکيې پوځيانو ترمنځ نښتې کيږي. 

دغه نښتو کې روسيه او ايران د سوريايي پوځ ملاتړ کوي. دواړه مشران دې هوکړې ته رسېدلې دي، چې په ګډه به سوريه کې خپلې ملي ګټې ساتي. 

ولسمشر پوتين سوريه کې د ترکيې پوځيانو پر وژل کېدو اوردغان ته تسليت وړاندې کړی دی او د سوريايي ځواکونو پر وژل کېدو يې خواشيني ښوودلې ده. دواړه مشرانو د ترکيې او روسيې په ښو اړيکو ټېنګار کړی.