دا چې  ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره لېدنه رد کړې حقيقت نه لري 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، ولسمشرۍ ماڼۍ د وال سټريټ ژورنال هغه راپور رد کړی دی چې ګواکي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي  خليلزاد سره لېدنه رد کړې ده. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په ټوېټر ليکلي دي چې دغه راپورنه حقيقت نه لري چې ولسمشر محمد اشرف غني له زلمي خليلزاد سره لېدنه رد کړې. 

وال سټريټ ژورنال لوېدېځې رسنۍ نن د يو افغان چارواکي له خولې ليکلي وو چې ولسمشر د زلمي  خليلزاد سره له لېدنې انکار کړی. 

زلمی خليلزاد تېره ورځ کابل ته راغی چې له ډاکټر عبدالله عبدالله او د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې پر افغان سولې او  ټاکنو پايلو پر سر راپورته شوي کړکېچ په اړه خبرې کړې.