هېواد کې د کرونا ويروس ۸۰ شکنې پېښې ثبت شوې 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز نن په کابل کې يوې خبرې ناستې ته په افغانستان کې د کرونا وژونکي ويروس په اړه مالومات وړاندې کړل. 

ښاغلي فيروز ويلي چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ويروس ۸۰ شکمنې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډله يې يوازې په هرات ولايت کې يوه پېښه مثبته ختلې ده. 

عامې ورغتيا وزير ويلي دي چې د هېواد پوهنې وزارت سره په هوکړې به هرات ولايت او د هېواد نورو ولايتونو کې ښوونيز کال له خپل وخت ۱۵ ورځې وروسته شروع شي. 

نوموړي له هېوادوالو غوښتي دي چې د نوي د لومړي ورځې يا نوروز په لمانځنه کې دي ګډون کولو هم ډډه وکړي ترڅو د دغه ويروس د خپرېدو مخه نېول شوې وي.