خليلزاد: د تاوتريخوالي زياتېدل د سولې تړون ته ګواښ دی

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ کابل ته راغی، د طالبانو او افغان حکومت د بنديانو خلاصول، د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي ډېرېدل او يو شمېر نورو مسايلو يې افغان سياسيونو سره کتلي دي. 

زلمي خليلزاد په ټوېتر لېکلي دي چې د ښکېلو غاړو له خوا تاوتريخوالی د سولې شوی تړون لپاره ګواښ دی او دغه تړون په ستونزو کې اچوي. نوموړي د بنديانو د خوشي کېدو په اړه ويلي دي چې هڅه کوو دواړه خواوو سه په دې اړه خبرې وکړو. 

زلمي خليلزاد دا خبرداری هم ورکړی دی چې بايد تاوتريخوالی کم شي او د تاوتريخوالی ډېروالی د سولې شته لاس ته راوړنې په ستونزو کې اچوي. 

طالبان ټېنګار کوي چې د سولې په هوکړه ليک  کې په دې هم هوکړه شوې ده چې افغان حکومت به د بين الافغاني خبرو وړاندې پنځه زره طالب بنديان خوشي کوي، خو حکومت وايي چې دا هر څه د بين الافغاني خبرو پر مهال شوني دي.