روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، نړيوالې جنايي محکمې يو قضايي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو پوځيانو، افغان حکومت او وسله والو طالبانو هغه بشري سرغړونې او شکنجې وڅېړې چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې په بهير کې شوې دي.
دغه پلاوی به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو، طالب جنګياليو او افغان امنيتي ځواکونو له خوا د عامو خلکو ځورونې، جنسي تېرو، غېر انساني شکنجو، ظلم او وهلو - ډبو پېښې، وڅېړي.
تېر کال د دغه محکمې په يو راپور کې ويل شوي وو چې د ۲۰۰۹ مال را وروسته طالبانو او نورو وسله والو ډلو افغانستان کې ۱۷ زره ولسي وګړي وژلي دي او همدا ډول امريکايي ځواکونو د ۲۰۰۳ او د ۲۰۰۴ کالونو ترمنځ د جګړې بنديانو سره توند چلند کړی، جنسي تيري يې پرې تر سره کړي، سختې شکنجې يې ورکړي او انساني سپکاوی کړی.
د افغان پوځيانو په اړه هم ويل شوي وو چې په زندانانو کي يې ځيني نېول شوي وسله وال مخاليفن سخت شکنجه کړي دي. تېر کال افغان حکومت د دغه محکمې پلاوي سره د پلټنو برخه کې د همکارۍ ويلي وو خو امريکا متحد ايالت دغه نړيواله جنايي محکمه په رسميت نه پېژني.
دغه نړيوالې محکمې په داسې وخت کې د بشري سرغړونو په برخه کې پلاوی ټاکلی دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو غږ راپورته شوی دی.
وروستي