
روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، امريکا کې د موټر جوړنې ستر نړيوال شرکت (General Motors) تېره ورځ لخپل نوی برېښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړ.
دغه برېښنايي موټر دا وړتيا لري چې په کې د ځای پر ځای شوې بېټرۍ په يو ځل چارج سره ۶۴۵ کيلو متره واټن ووهي. د دغه برېښنايي موټر بېټري دا وړتيا هم لري چې په ډېر کم وخت کې چارج اخلي او بيا ځلې کيلو متره واټن وهلی شي.
د جنرال موټرز کمپنۍ عمومي منجرې ماري بارا فرانس پرېس ته ويلي دي چې په لسګونه انجنيران، ډيزاين کوونکي او ساينس پوهان يې په دې کار کوي چې د چاپيريال د پاک ساتنې په برخه کې نوښتونه رامنځ ته کړي او د ۲۰۲۰ کال تر وروستيو، د برېښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کړي.