سهيل شاهين د مايک پمپيو خبرې رد کړې 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک له لاسليک وروسته  د امريکا کنګرس ته ويلي، چې دغه تړون کې دوه پټ عنصر هم شتون لري چې د امريکا د کنګرس غړو ته به وښوودل شي او د امريکا پوځيانو د امنيت لپاره مهم دي. 

مايک پمپيو په دې اړه ډېر جزئيات ورنه کړل او ويې ويل چې د سولې تړون دوه پټ عنصر لري کوم چې تر اوسه رسنيز شوي نه دي. نوموړي دا مالومات ورنه کړل چې آيا دغه پټې برخې يې افغان حکومت سره هم شريکې کړې دي او کنه. 

د مايک پمپيو دغه څرګندونو ته په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټوېټر ليکلي دي، چې د دوی او امريکايانو ترمنځ د سولې شوی تړون هېڅ کومه پټه برخه نه لري. 

شاهين ليکلي چې د سولې تړون کې يوازې هغه څه شتون لري  کوم چې رسنيو ته ښوودل شوي او او بيا تشريح شوي دي. نوموړي ياد تړون کې  پټو برخې  درلودل پروپاګندا بللې ده.