امريکا په خپل هېواد کې کرونا ويروس سره د مبارزې په پار اته مېلېارده  او درې سوه مېلونه ډالر ځانګړي کړل

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو کنګرس د کرونا ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره اته مېلېارده او درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر بيړنۍ بوجه منظوره کړې ده. دغه هېواد کې له کرونا ويروس د مړه شو کسانو  شمېر ۱۱ ته ورسېد. 

متحدو ايالتو کې ۱۰۰ کسان د کرونا مثبتې پېښې لري او د دغه هېواد مشرتابه په دې لټه کې دی چې په بيړني ډول هلته د کرونا  وژونکي ويروس د مخ پر وړاندې ودې مخه ونېسي. 

بيا له بلې خوا اروپا کې د کرونا ويروس په خپرېدو ايټاليا خپل لوړپوړي دلوتي چارواکي بهرته په سفر کولو بند کړي دي او همدا ډول يې ښوونځي، پوهنتونونه او ځيني نورې ټولنيزې او ګڼيزې ادارې رخصت کړې دي. 

انګلستان کې د Flybe په نوم ستر هوايي شرکت ټول خپلې الوتنې د يوې ناڅرګندې مودې لپاره ځنډولې دي. انګلستان کې د سپورټ ځيني نړيوالې سيالۍ چې دغه هېواد يې کوربتوب کولو ځنډېدلې دي. 

چين، چې کرونا ويروس ورڅخه خپور شو د ککړو شمېر يې له اتيا زره پورته  او له ۳۰۰۰ کسانو کرونا ويروس ژوند واخېست. د افغانستان هرات ولايت کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښېه ثبت شوې ده.