مارک اسپر: طالبان د سولې تړون ته پوره ژمنتيا نه لري 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د طالبانو د بريدونو په اړه ويلي دي چې دوی (طالبان) د سولې شوې هوکړې ته بشپړ درناوی نه لري. 

نوموړي تېره ورځ د متحدو ايالتو د کانګرس غړو ته ويلي دي چې طالبانو پر ناټو او امريکايي ځواکونو بريدونه درولي دي خو پر افغان ځواکونو بريدونه کوي چې دا هغه ژمنه ماتوي چې تاوتريخوالی به کميږي. 

د سولې له هوکړه ليک وروسته وسله والو طالبانو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د افغان پوځيانو پر پوستو بريدونه تر سره کړل او همدا ډول تېره ورځ امريکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بريدونه وکړل. 

دوحه کې د زلمي خليلزاد او ملا غني برادر ترمنځ د لاسليک شوي تړون پر اساس د مارچ په لسمه به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بين الافغاني خبرې پيليږي، خو د بنديانو د خوشی کولو موضوع د بين الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ شمېرل کيږي.