
روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د تاجکستان ملا امامانو د دغه هېواد له وګړو غوښتي دي چې د جمعې په ورځ دې جوماتونو ته له تګ او په جماعت لمونځ کولو ډډه وکړي. ملا امامانو دغه پرېکړې د کرونا ويروس د مخنيوي په پار کړې ده.
که څه هم تاجکستان کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې وه خو حکومت او نورې ټولنيزې ادارې هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا د ورتګ مخه ونېسي.
د تاجکستان ديني عالمانو دغه پرېکړه د دغه هېواد د اسلامي مرکز سره په مشورې کړې ده. تاجکستان کې په يو شمېر نورو راټولېدنو او د نوي کال پر مېلو هم بنديز لګېدلی دی.
کرونا ويروس له چين خپور شو چې اوس مهال د نړۍ ډېری هېوادونو ته رسېدلی دی او تر ۹۰ زره کسان په دې ويروس اخته شوي دي. د افغانستان په هرات کې هم د کرونا يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.