ولسمشر غني له ولسي جرګې غوښتي چې اته ورځې نور هم رخصتۍ وکړئ 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو رسمي مکتوب پر اساس ولسي جرګې ته ليکلي  دي چې د ولسي جرګې پرانېسته دې اته ورځې وځنډوي. 

د ولسي جرګې منشې عرفان الله عرفان رسنيو ته ويلي دي چې له ولسمشرۍ ماڼۍ ورته په يو رالېږل شوي مکتوب کې ويل شوي دي، چې اته روځې دې پرانېسته وځنډول شي. 

د قانون پر اساس هرکال کب مياشتې په ۱۵مه نېټه ولسي جرګه د نوي کال لپاره د ولسمشر غني له خوا په رسمي ډول پرانېستل کيږي، خو عرفان الله عرفان ويلي دي چې په دې مکتوب کې غوښتل شوي دي چې د کب مياشتې له ۲۳ نېټې وروسته دې د ولسي جرګې کاري کال پيل شي. 

نوموړي ويلي دي چې په دې اړه يو اته کسيز پلاوی ټاکلی شوی دی ترڅو د ولسمشر غني د غوښتنې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې وکړي.