ډاکټرعبدالله: زمونږ ټيم له زلمي خليلزاد سره د سولې لپاره په ټول شموله پلاوي او د ټاکنو له درغليو ډکو پايلو په اړه لېدنه وکړه 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله او د نوموړي ټاکنيزې ډلې نن د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي. 

د عبدالله عبدالله له دفتر په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې په دې لېدنه کې د دوی ټيم له زلمي خليلزاد په دې پار مننه کړې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ يې د افغان سولې برخه کې هڅې کړې او تړون يې لاسليک کړ. 
 
دې ناسته کې کريم خليلي، محمد محقق، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، انورالحق احدي، فرخنده زهرا نادري، صلاح الدين رباني او دين محمد هم ګډون درلود. 
 

 

همدا ډول د ثبات او همپالنې ټيم مشرانو د بين الافغاني خبرو په پار د مرکچي پلاوي او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه خبرې - اترې کړې دي. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې له زلمي خليلزاد سره يې د ټاکنو د غېرې قانوني او درغليو ډکو پایلو اعلان پر اساس د راپورته شوي بحران په اړه هم خبرې کړي.