پخواني ولسمشر حامد کرزي له زلمي خليلزاد سره وکتل

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن کابل ته راغی او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې کتلي. 

د حامد کرزي پر فېسبوک پاڼې ليکل شوي دي، چې په نننۍ لېدنه کې کابل کې د امريکا شارژدافیر راس ویلسن هم ګډون درلود د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې په هوکړه ليک خبرې شوې. 

حامد کرزي په دې لېدنه کې له زلمي خليلزاد د بين الافغاني خبرو لپاره د يو ټول - ګډونه پلاوي په اړه غږېدلی دی. ځيني سرچينو ويلي دي چې زلمي خليلزاد نن له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي او ټاکل شوې ده چې له افغان ولسمشر حمحمد اشرف غني  سره به هم وګوري.