د مصر حکومت (هشام عشماوي) اعدام کړ

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د مصر حکومت د دغه هېواد پخوانی پوځي  هشام عشماوي اعدام کړ.  هشام عشماوي به ۲۰۱۴ کال کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن وو. 

د همدې اوونۍ په سر کې د مصر پلازمېنې قاهرې کې يوې لوړې محکمې د  هشام عشماوي په شمول تر ۳۰ کسان په اعدام محکوم کړل او تر لسګونه نورو ته يې د ټول ژوند بند سزا وټاکله. 

نوموړی ديني سخت دريځه وو او په همدې اساس د مصر له پوځ اېستل شوی وو. د مصر محکمې ويلي چې  هشام عشماوي په ۲۰۱۴ کال کې ۲۲ پوليس په يو بريد کې وژلي وو. 

نوموړي  په ليبيا کې هم جنګېدلی او بيا هلته ونېول شو چې د مصر د وخت ولسمشر په غوښتنه مصر ته وسپارل شو.