خليلزاد کابل ته راغی

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د افغان روغې - جوړې  لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر کې له يو څه وخت تېرولو وروسته نن کابل ته راغی. 

د حکومت اجرائيه رئيس ويلي دي چې له زلمي خليلزاد سره يې نن کتلي دي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او يو شمېر نورو افغان سياستوالو سره هم وګوري. 

زلمي خليلزاد د همدې اوونۍ په سر کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکا په استازيتوب له وسله والو طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ. 

خليلزاد په داسې وخت کې کابل ته راغلی چې له يوې افغانستان کې د ټاکنو د پايلو پر سر راپورته شوي کړېکچونه دوام لري او له بلې خوا افغان سياستوال او حکومت تر اوسه د طالبانو سره د خبرو په پار يو ټول شموله پلاوي په جوړېدو نه دي توانېدلي.