د امريکا بهرنيو چارو وزارت (ظريفه غفاري)  ته د زړورو ښځو نړیواله جایزه ورکړه

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت د ميدان وردګ ولايت ښاروالې او مدني فعالې ظريفې غفاري ته  د زړورو ښځو نړیواله جایزه ورکړې ده. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه اعلاميه خپره کړې ده او په کې ويل شوي دي، چې ظريفه غفاري افغانستان کې لومړنۍ ښځه ښارواله ده چې د ښځو د فعايلت په برخه کې مبارزه کړي. 

دغه اعلاميه کې ظريفه غفاري په دې ستايل شوې ده چې د خپل ماموريت په دور کې يې د ستونزو، ګواښونو او زورواکو پر وړاندې بريالۍ مبارزه کړې ده. 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه نړيوالې جايزه  د ظريفه غفاري په شمول د نړۍ د ۱۱ هېوادونو نورو ښځينه فعالينو ته هم ورکول کيږي، چې په ځانګړي مراسمو کې به يې د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د دغه هېواد لومړۍ ميرمن میلانیا ټرمپ ګډون وګړي.