ترکيې د سوريې خاورې دننه د سوريې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، د سوريې حکومت منلې ده چې په جګړه ځپلې ادليب ولايت کې ترکيي ځواکونو د دوی يوه جنګي جېټ الوتکه راغورځولې ده. د ترکيې دفاع وزارت هم په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې ځواکونو يې ادليب کې سوريه يايۍ الوتکه الوتکه نسکوره کړې ده. 

له تېرې نېږدې يوې مياشتې د سوريې په ادليب کې سوريايي او ترکيي ځواکونه سره په نښتو بوخت دي. ايران او روسيه  هم  دغه کړکېچ کې د سوريې ملاتړ کوي.