د کرونا ويروس له ويرې؛ ولسمشر له خلکو سره  د لاسونو پر ځای په پښو ستړي مه شۍ کوي 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، کرونا ويروس چې له چين يې پيل وکمړ اوس مهال نېږدې د نړۍ هر هېواد ته رسېدلې دی. د نړۍ هغه هېوادونه چې تر اوسه د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې نه دي موندل شوي کوښښ کوي چې د دغه ويروس د ورتګ مخه ونېسي. 

روغتياپالان وايي چې د ګڼې - ګوڼې ځايونو لېرې اوسېدل، لاسونه په صابون مېنځل او د ستړي مه شۍ پر مهال د لاس او يا مخ نه ورکول کولی شي چې له دغه ويروس د ساتنې لومړۍ لارې وې.

د پورته پاملرونو په پام کې نېولو سره د افريقا کې د تانزانیا ولسمشر جان مګولیفي د دغه هېواد د اپوزېسيون له مشر معلم سیف شریف حمد سره د لاس پر ځای په پښو ستړي مه شئ کړی. 

د تانزانیا هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ دغه انځور رسنيز کړی دی او له خلکو يې غوښتي دي چې يو بل ته د لاس له ورکولو ډډه وکړي او د کرونا پر وړاندې د مبارزې کمپاين کې همکار ووسي.