ناسا: د يوې ودانۍ په اندازه لويه ډبره پر ځمکه رالويږي 

روهي (څلورني نۍ/۱۴ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو فضايي ادارې يا ناسا وايي چې د يوې ودانۍ په اندازه ستر اسماني ډبره په ډېرې تېزۍ د ځمکې پر خوا حرکت کې ده. 

د يادې ادارې د مالوماتو پر اساس د دغه اسماني ډبرې سرعت په يو ساعت کې   ۳۲زره کیلومتره دی. که څه هم دغه ډبره لويه ده خو ناسا وايي چې پر ځمکې لوېدل به يې ډېر خطرناک نه وي. 

دغه ډبره د ځمکې کرې ته په رارسېدو اور اخلي او ښايي چې د شااوخوا سيمو ودانيو ته زيان ورسوي او ښېښې ماتې کړي.