د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د بيا جګړې په لړ کې: کندز کې ۱۶ افغان پوځيان وژل شوي دي 



روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، له يوې اوونۍ اورکم او د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړه ليک څو ورځې وروسته همدا اوونۍ وسله والو طالبانو پر افغان امنيتي ځواکونو بيا خپل بريدونه پيل کړي دي. 

تازه په کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې  د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بريد کې ۱۶ افغان پوځيان وژل شوي او دوه طالبانو ژوندي وړي دي. 

کورنيو چارو وزارت هم رسنيو ته د طالبانو له خوا پر افغان ځواکونو د تازه بريدونو په اړه پخلی کړی او ويلي دي چې طالبانو ۳۳ بريدونه تر سره کړي چې ځيني ولسي وګړي هم په کې وژل شوي دي. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
مالوماتي ويډيوګانې

lower third - د ویډیو پر سر د سرلیک ځای پر ځای کول

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ