د سکاټ مېلر خبرداری: که طالبان د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي نو امريکايي او ناټو پوځيان به د افغان ځواکونو په ملاتړ ودريږي  

روهي (څلورنۍ/۱۴ د کب)، افغانستان کې د امريکايي اوناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره کابل کې د ځانګړونو ځواکونو له قول اردو لېدنه کړې. 

نوموړي په هېواد کې د ځيني وروستيو بريدونو په غبرګون کې ويلي دي، چې که چېرې وسله وال طالبان د دوی او امريکا ترمنځ د سولې شوې هوکړې سرغړونه وکړي نو دغه هوکړه ماتېدی شي. 

له نوموړي پوښتنه وشوه چې که چېرې طالبان د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي نو امريکايي پوځيان به څه غبرګون وښيي، چنرال سکاټ مېلر يې په ځواب کې ويلي دي چې په داسې يو صورت کې به  امريکايي او ناټو ځواکونه به د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي. 

سکاټ مېلر ويلي دي چې اوس هم چې مونږ دلته ولاړ يو زمونږ هوايي ځواکونو د افغان ځواکونو سره همغږي لري او که چېرې طالبان پر بريد وکړي نو هوايي ملاتړ به ورته ورسو.