د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څرګندونو ته د افغانستان بهرنيو چارو وزارت غبرګون

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د پاکستان بهرنيو چارو  وزير شاه محمد قريشي د څرګندونو په اړه کابل کې د پاکستان سفارت ته اعتراض کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی. 

د بهرنيو چارو وزتر په خپرءې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوه یادداښت په ترڅ کې، د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت رسمي اعتراض، پاکستان حکومت ته په کابل کې د هغه هېواد د سفارت له لارې ابلاغ کړ.

د یادداښت په ابلاغ شوي متن کې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان د کورنیو مسئلو په اړه د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي شاه محمود قریشي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.
د افغانستان حکومت باور لري چې لازمه ده پاکستان د ښه ګاونډېتوب د سیاستونو له مخې په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د افغانستان په چارو کې د غیرمسئولانه ویناو څخه ډډه وکړي.

دغه ډول څرګندونې د بی باورۍ فضا له رامنځته کولو پرته د دواړ هیوادونو ترمنځ د اړیکو په رغونه کې اغیزمنه نه ده او ترڅو چې د ورته ویناو څخه ډډه ونشي، د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو په برخه کې د اغېزمنو ګامونو پورته کول نا شوني وي."