ولسمشر غني امنيتي ځواکونو ته: تاسې د احمدشاه بابا، میر مسجدي خان او شهید احمدشاه مسعود وارثان یاستی 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ په يو رسمي سفر ننګرهار ته لاړ. نوموړي د نورو ناستو ترڅنګ ننګرهار کې د ختيځ زون ۲۰۱ شد سيلاب قول اردو چارواکو او افسرانو ته هم وینا وکړه. 

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې تاسې د دې وطن ساتونکي یاست او هر مسلمان افغان پر تاسې ویاړي وویل، تاسې د احمدشاه بابا، میر مسجدي خان او شهید احمدشاه مسعود وارثان یاست چې په نېکه اراده او ژمنتیا د خپل وطن او خلکو دفاع کوئ او د دغو اتلانو وینه ستاسې په بدن کې جریان لري.

جمهوررئیس غني د سربازانو، بریدملانو او افسرانو د کورنیو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په خاطر یې خپل اولادونه په سختو شرایطو کې لېرې سیمو ته استولي، قدرداني وکړه.

هغه وویل، په تېرو دوو کلونو کې ستاسې پام وړ پرمختګونه د ستایلو وړ دي. خلک، امنیتي او دفاعي قواوې او دولت په واحد صف کې قرار لري، تاسې د ملت له منځ راولاړ شوي یاست او ملت ستاسې تر څنګ دی.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، تاسې ثابته کړه چې تل د جګړې په ډګر کې بریالي وئ او دښمن هیڅکله هم په دې قادر نشو چې جمهوریت سقوط او دوه جغرافیې رامنځته کړي. هغه تاریخ چې تاسې یې پرېږدۍ، د ویاړ، سرښندنې، ژمنتیا او ملي یووالي تاریخ دی. هغه زیاته کړه، ستاسې اعلی سرقومندان د تل په څېر ستاسو وړاندیزونو ته عملي بڼه ورکوي.

جمهوررئیس له بین المللي شریکانو سره د افغانستان اړیکو ته په اشارې وویل، په سختو شرایطو کې بین المللي دوستان زموږ تر څنګ ولاړ دي او زموږ ګډو ګټو او متوجه ګواښونو موږ له یوه بل سره پیوند کړي یوو.
 
جمهوررئیس غني وویل، ستاسې د وسله وال پوځ د منسوبینو ژمنتیا، سرښندنې او ظرفیت له برکته د افغان ولس پخوانۍ هیله چې دایمي سوله او ثبات دی، د عملي کېدو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه، موږ د جنګ غوښتونکي نه یوو، ځکه زموږ ټول عمر په جوړولو کې تېر شوی او جنګ پر موږ تپل شوی دی، د افغانستان دښمنانو غلطه محاسبه کړې چې پر بریدونو به یې وتښتو، خو موږ د تېښتې خلک نه یوو، موږ د دې خاورې د اتلانو بچیان یوو.

جمهوررئیس په ټینګار سره چې موږ د دوامداره سولې او ثبات پر لور ځو وویل، موږ په اساسي ډول په مذاکراتو کې برخه اخلو، په اصولي ډول پر اختلافاتو خبرې کوو او موږ، د سولې د ټینګښت لپاره اراده، ظرفیت او وړتیا لرو.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان سربازانو، بریدملانو، افسرانو او جنرالانو ته ډاډ ورکړ چې د خپل تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې هیڅ راز اندېښنه ونه لري او یوه ورځ به هم له امکاناتو پاتې نه شي.

جمهوررئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، دا څه ډول جهاد دی چې غواړئ یواځې خپل مسلمان افغانان هدف وګرځوئ، تاسې د منابعو د حیف و میل او د افغانانو له معتادولو مه واره د هیواد د ابادۍ په برخه کې بله لاسته راوړنه، نه لرئ.

جمهوررئیس د ملکي خدمتونو ادارو ته په خطاب کې وویل، زموږ امنیتي او دفاعي قواو د وطن او خلکو د خدمت په خاطر خپله ژمنتیا ثابته کړه، اوس چې تاسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړه برخمن یاست، باید خلکو ته خدمتونه وړاندې کړئ.
 
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ په ژمنتیا، تدبیر او تحلیل ګواښونه مدیریت کوو.

په دغه کتنه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالهادي ترین په خپلو خبرو کې وویل، د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د ټولو لارښوونو اطاعت کوو.

نوموړي د شهیدانو ورثې ته د شهیدانو د معاشونو په ورکړه او د دوی کورنیو ته د استوګنې نمرو په وېش کې د اسانتیاو لپاره د نوې طرحې د ایجاد په خاطر خپل وړاندیزونه بیان کړل.

همدا راز د یادې قول اردو یوه افسر جګړن محمدعرفان سالنګي د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان او جمهوررئیس له دوامدار ملاتړ څخه د مننې پر مهال وویل، ستاسې ملاتړ د دې لامل ګرځي چې د خپل هیواد او خلکو څخه په سرلوړي او مطمئن ډول دفاع وکړو.

جمهوررئیس غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه د کتنې پرمهال د دغې قول اردو له سربازانو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا ډول هم وکتل.

په دغو کتنو کې دوی د خپل ظرفیت، وړتیا او همغږۍ په اړه معلومات ورکړل وې ویل، له خپلې خاورې او ملي نوامیسو څخه د دفاع په خاطر هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.

جمهوررئیس غني سربازانو، بریدملانو او افسرانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د داعش ملا ورماته کړه او د دې وطن صادق او ريښتیني بچیان یاست. هغه زیاته کړه، ستاسې په تشکیل، توجه او امکاناتو کې هیڅ راز تغییرات نه راځي.

جمهوررئیس وویل، له دې چې تاسې د خپلو وړتیاو، ظرفیت او همغږۍ ډاډ راکړ مننه کوم، تاسې خپله ژمنتیا او وطندوستي په عمل کې ثابته کړه."