د اسلامي جمعيت او حزب اسلامي دوه مهمو قومندانانو سره جوړه وکړه 

روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د محمد يونس قانوني په کوربتوب د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخواني  والي عطا محمد نور او د افغانستان اسلامي ګوند مهم غړي او د پکتيا پخواني  جمعه همدرد سره روغه - جوړه کړې. 

جمعه خان همدرد او عطا محمد نور د کورنيو جګړو پر مهال يو او بل ته په سنګر کې ناست وو او بيا وروسته د حامد کرزي په شمۍر نوې دوره کې دغه دوه سياسي څېرې د يو بل سرسخت سياسي مخالفين وو. 

عطا محمد نور او جمعه خان همدرد دواړه د هېواد په شمال کې بلخ ولايت اصلي اوسېدونکي دي خو له کالونو ژور سياسي اختلاف لري. 

عطا محمد نور هم له جمعه خان همدرد سره د لېدنې په اړه ويلي دي چې د هېواد په مهمو مسايلو او د مجاهدينو په اتحاد خبرې وشوې. دغه ناسته کې محمد يونس قانوني، اسماعيل، بسم الله محمدي او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي او جمعيتي قومندانانو ګډون درلود. 
 


جمعه خان همدرد د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له ولسمشر غني څخه د ملاتړ په اړه ويلي وو، چې يوازينۍ موخه يې دا وه چې  جمعيت ګوند افغانستان کې واک ته ونه رسيږي.